پروان کې د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله غونډه وشوه

tawana_admin
جمعه ۱۴۰۴/۲/۵ - ۲۱:۵
للا

د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتو ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د فرمان پلي کولو په اړه غونډه وشوه، چې پکښې د یاد ولايت والي مفتي محمد ادریس انوري، دیني عالماوو، قومي مشرانو، ځوانانو او د بېلابېلو ولایتي ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو.

غونډې ته د وينا پرمهال د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الحق صدیقي د ناسمو رواجونو په اړه د ۱۷ مې ګڼې فرمان په اړوند هر اړخیزه وینا وکړه او د غونډې له ګډونوالو او د رسنیو له مسؤلینو یې وغوښتل، چې ولسونو ته د دغه فرمان د رسولو او دغه راز د عملي تطبیق برخه کې نه ستړې کیدونکې هڅې وکړي.

ښاغلي صدیقي زیاته؛ الحمدالله موږ او تاسو مسلمانو یو، نو ژوند باید د شریعت مطابق وکړو، او د امیرالمومنین حفظه الله تعالی د اطاعت تر څنګ باید د هغه د فرمانونه تطبیق په ځان لازم وکڼو.

 همدا راز د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان څخه هرکلی وکړ او ويې ویل: یوازینی دین چې د انسانانو د ژوند ټول موضوعات او قوانین پکې شامل دي، هغه مقدس اسلام دی، د الله تعالی د قانون هدف پر ځمکه باندې عدالت او انصاف دی، چې د ټولو خلکو د حقونو د تامین سبب ګرځي، مسلمانانو ته لازمه ده، چې د الله ج فرامين او اسلامي قانون په خپل ژوند کې عملي کړي او د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلامي شریعت اطاعت وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په غونډې کې ګډونوالو قومي مشرانو ځوانانو د امیرالمومنین دغه فرمان له صادریدو څخه مننه وکړه او د دې فرمان په عملي کولو کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړو.

 

۱۴۴۶/۱۰/۲۶ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۷
Background image

لغمان کې ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له زدکړو څخه فارغ شول

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست ښونیز مرکز د څلورمې دورې څخه ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له ابتدایي زده کړو څخه فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه وویشل شول او رسنیو سره د اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې وشوې

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه په ملکي، نظامي ادارو او عامو خلکو د ویشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو او یوټیوب چینلونو له چلوونکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښې همغږۍ، اسلامي او ټولنیز ارزښتونو د لاپیاوړتیا په موخه د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو، خبریالانو او یوټیوب چینلونو له. . .

BACK TO NEWS