۹ تنه د تاریخي سیمو د غیرقانوني کېندنې او تخریب په تور ونیول شول

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۹:۴۹
..

د نيمروز ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې د ځایي امنیتي مسؤولینو له لوري ٩ تنه د غیرقانوني کېندنې او د تاریخي سیمو د تخریب په تور ونیول شول.
د چخانسور ولسوال مولوي نورالدین حمزه وايي: یادو ۹ تنو چې غوښتل يې د یوې تاریخي کلا په شاخوا کې غیرقانوني کېندنې وکړي، د دوه عراده برقي موټرو، بېلچې او کلنګ سره لاس په لاس د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب ‌الله الهام وویل: د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس د تاریخي سیمو خوندیتوب او ساتنه زموږ د ټولو دنده ده، د ولایت په کچه ټول مسؤولین زموږ سره همکار دي، هیچا ته اجازه نه ورکوو، چې په دې برخه کې غیرقانوني کېندنې او یا کړنې ترسره کړي.

۱۴۴۷/۶/۹ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS