۴۶ تنه د ویناوالۍ فن له زده کړو څخه فارغ شول

wali_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۰:۴۲
۴۶ تنه د ویناوالۍ فن له زده کړو څخه فارغ شول

 

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست له ښوونیز مرکز څخه د ختیځ ادبي بهیر په همغږۍ ۴۶ تنه ځوانان د ویناوالۍ فن له یوې میاشتنۍ زده کړو څخه د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیاتونو پیل شوه، ورپسې د ختیځ ادبي بهیر مشر ضیاءالدین همت مل خبرې وکړې او ویې ویل: د ویاړ ځای دی، چې نن مو ۴۶ تنه ځوانان د وینا فن له یوې میاشتنۍ برنامې څخه فارغ کړل. 
ښاغلي همت مل د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه، چې بې وزله ځوانانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابروي.
ورپسې ښاغلي حنیف په خپلو خبرو کې ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست دروازې تل ستاسو پرمخ خلاصې دي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې فارغینو ته بري لیکونه ورکړل شول.

۱۴۴۵/۲/۱۸ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۱۲ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۰
Background image

ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ښوونيز مرکز کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندي شو.
د ځوانانو چارو امر وويل: اسلامي اُمت سلګونه کلونه د نړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۲
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو په کابل ښار کې د لوحو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۷
Background image

لوګر کې د جهادي موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره ځایونه ځانګړي شول

لوګر کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره مناسب ځایونه ځانګړي شوي او هڅې روانې دي، چې د یادو پروژو عملي چارې هم ژر پیل شي.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي. . .

BACK TO NEWS