ګرشک ولسوالۍ کي د امارت پېژندنې سیالۍ ازموینه واخیستل شوه
یکشنبه( ۱۱ د ذوالقعدې ۱۴۴۵)د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ او پوهنې ریاستونو په ګډو هڅو د امارت پېژندنې سیالۍ ازموینه واخیستل شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر شيرمحمد وحدت وویل: ددې سیالیو موخه د ځوانانو تشویق او د اسلامي نظام او تېر شل کلن اشغال په اړه معلومات ترلاسه کول دي تر څو ځوانان د اسلامي نظام په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه کړي.
ښاغلي وحدت زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لا هم هڅه کوي، چي ځوانانو ته د علم په برخه کي تر دې زیات خدمتونه وکړي، تر څو مو ځوانان په اسلامي مفکوره هیواد او ټولني ته خدمت وکړي.
د يادې سیالۍ د پايلو په معلوميدو سره به لسو تنو هغو ګډونوالو ته چي لوړې نمرې يې تر لاسه کړي وي، بېلا بېلي معنوي او مادي ډالۍ ورکړل شي.
۱۴۰/۲/۳۰ ھ ل
۲۰۲۴/۵/۱۹ ميلادي
