کندوز کې له مطالعې سره د ځوانانو لېوالتيا زياته شوې
سه شنبه ( ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۵ )د کندوز د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د عامه کتابتون د مسؤلينو په وينا؛ دې ولايت کې نسبت پخوا وختونو ته اوس مطالعې ته د ځوانانو ليوالتيا زياته شوې ده.
د کندوز د عامه کتابتون مسؤلين وايي: د پخوا په نسبت اوس مهال د ځوانانو لېوالتيا له مطالعې سره ډېره شوې او هره ورځ لسګونه ځوانان او د کتاب مینوال عامه کتابتون ته د مطالعې په موخه راځي.
د یادونې وړ ده، چې په کندوز ولايت کې درې عامه کتابتونونه شتون لري چې یوه په مرکز او دوه نورې په امامصاحب او خانآباد ولسواليو کې موقعیت لري او شاوخوا ۱۵۰۰۰ ټوکه کتابونه په کې موجود دي.
۱۴۰۳/۴/۱۳ ھ ش
۲۰۲۴/۷/۳ ميلادي
