کندهار کې د تاريخي آثارو د قاچاق مخه ونیول شوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۹:۵
lkjn

په کندهار کي بهرنيو هيوادونو ته د یوې ډبرينې کټوې او یو میل تاریخي تفنګچې د قاچاق مخه ونيول شوه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او فرهنګ آمر عبدالشکور څپاند وايي: دغه تاريخي آثار په احمدشاه بابا هوايي ډګر کي بهرنيو هيوادونو ته د قاچاق کولو پرمهال ونيول شول. 
نوموړي وويل چي د اټکل له مخې ډبرینه کټوه په غزنوي او تیموري دورې او تفنګچه بیا د ۱۹ پیړۍ پورې اړوند تاريخي لرغونتوب لري، چې د ثبت او سجل تر پروسې وروسته به کندهار موزيم کې نندارې ته وړاندې شي. 
د يادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست تل هڅه کوي، چې د تاريخي  منقولو او غير منقولو آثارو د پېرودلو، پلورلو او قاچاق مخه ونيسي.

۱۴۴۶/۵/۱۰ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۲۲ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS