کابل کې د چین سفیر د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین سره وکتل 

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۲۸
..

چهارشنبه (۱۴۴۷ رجب۲۴مه) کابل کې د چين سفیر ښاغلي ژاو شینګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال سره د لا ډېرې همغږۍ او د ګرځندوی او فرهنګي برخو د پياوړتیا په موخه لیدنه وکړه. 
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال د چین او افغانستان ترمنځ د ګډو فرهنګي او تاریخي ارزښتونو یادونه وکړه او د چین له سفیر څخه یې وغوښتل، چې د ګرځندوی سکتور پیاوړتیا، د هوټلدارۍ او توریزم انستیتیوت د زده کړیالانو ظرفیت لوړولو، د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ګرځندوی مارکیټینګ او پانګونې برخو کې خپلې تجربې شريکې او پوره همکاري وکړي.
دغه راز ښاغلي جمال د وریښمو لارې په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لرغونو آثارو د نندارتونونو جوړولو او مسلکي کسانو د رابللو غوښتونکی شو.
د ناستې په لړ کې د چین سفیر ښاغلي ژاو شینګ وویل: چین او افغانستان ګډې او نیکې اړیکې لري،  چې باید دا اړیکې د تل په څیر دوامداره وساتل شي.
ښاغلي ژاو شینګ د دوه اړخیزو همکاریو او تجربو شریکولو ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه؛ د فرهنګي او سیاحتي اړیکو د پیاوړتیا په موخه دوه اړخیزې همکارۍ اړینې دي.
د یادونې وړ ده، چې د ناستې په وروستیو کې د چین سفیر له لوري ښاغلي معین صاحب ته او د ښاغلي معین صاحب له لوري د چین سفیر ته بېلابیلې ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۰۴/۱۰/۲۴هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۷
Background image

نورستان کې سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د ظرفیت لوړونې سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري، د نورستان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ، د (فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې) په نوم ګڼ شمېر خبریالانو، مطبوعاتي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت پلاوي له لغمان ولایت څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت سلاکار سعدالله اسد، په مشرۍ یوه پلاوي لغمان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له تاریخي آبداتو، سیاحتي سیمو او فرهنګي ځایونو څخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۸
Background image

د سیاحتي او زیارتي شرکتونو د اتحادیو له مسؤلینو سره غونډه وشوه

یکشنبه د (۱۴۴۸ د ربیع الثاني ۲۸ مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د سیاحتي او زیارتي. . .

BACK TO NEWS