کابل کې د چین سفیر د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین سره وکتل 

wasim_admin
Wed, Jan 14 2026 1:28 PM
..

چهارشنبه (۱۴۴۷ رجب۲۴مه) کابل کې د چين سفیر ښاغلي ژاو شینګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال سره د لا ډېرې همغږۍ او د ګرځندوی او فرهنګي برخو د پياوړتیا په موخه لیدنه وکړه. 
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال د چین او افغانستان ترمنځ د ګډو فرهنګي او تاریخي ارزښتونو یادونه وکړه او د چین له سفیر څخه یې وغوښتل، چې د ګرځندوی سکتور پیاوړتیا، د هوټلدارۍ او توریزم انستیتیوت د زده کړیالانو ظرفیت لوړولو، د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ګرځندوی مارکیټینګ او پانګونې برخو کې خپلې تجربې شريکې او پوره همکاري وکړي.
دغه راز ښاغلي جمال د وریښمو لارې په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لرغونو آثارو د نندارتونونو جوړولو او مسلکي کسانو د رابللو غوښتونکی شو.
د ناستې په لړ کې د چین سفیر ښاغلي ژاو شینګ وویل: چین او افغانستان ګډې او نیکې اړیکې لري،  چې باید دا اړیکې د تل په څیر دوامداره وساتل شي.
ښاغلي ژاو شینګ د دوه اړخیزو همکاریو او تجربو شریکولو ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه؛ د فرهنګي او سیاحتي اړیکو د پیاوړتیا په موخه دوه اړخیزې همکارۍ اړینې دي.
د یادونې وړ ده، چې د ناستې په وروستیو کې د چین سفیر له لوري ښاغلي معین صاحب ته او د ښاغلي معین صاحب له لوري د چین سفیر ته بېلابیلې ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۰۴/۱۰/۲۴هـ ق

تازه ترین اخبار

Sat, Jun 13 2026 8:44 AM
Background image

Cultural Attaché of the Embassy of the Islamic Emirate of Afghanistan in Moscow Participates in Prayer Ceremony for the Palestinian People

Mr. Fazl Elahi Hamza, Cultural Attaché of the Ministry of Information and Culture at the Embassy of the Islamic Emirate of Afghanistan in Moscow, attended a prayer ceremony titled. . .

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

BACK TO NEWS