ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده: د ولسواک نظام له لرلو پرته به هېڅکله د بيان آزادي او د رسنيو آزاد فعاليتونه شتون ونه لري

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۴:۲۲
ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده: د ولسواک نظام له لرلو پرته به هېڅکله د بيان آزادي او د رسنيو آزاد فعاليتونه شتون ونه لري

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده په هغې مشورتي غونډه کې چې په هېواد کې د رسنیزو فعاليتونو د څېړنې او د رسنیزو فعاليتونو د لازيات قانوني کولو په موخه د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې جوړه شوه؛ وويل: د ولسواک نظام له لرلو پرته به د بيان آزادي او د رسنيو آزاد فعاليتونه هېڅکله شتون ونه لري.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د يوشمېر حکومتي مسوولينو او رسنیزو بنسټونو د مسوولينو او استازو په ګډون جوړه شوه؛ لومړى د عدليې وزير فضل احمد معنوي د هېواد د نافذو قوانينو له نظره د رسنیزو فعاليتونو په اړه څرګندونې وکړې.
هغه د بيان آزادي د افغانستان د خلکو او رسنيو يو ستر برياليتوب وباله او ويې ويل: رسنۍ په تېرو دوو لسيزو کې د پام وړ وده کړې ده، خو هغه څه چې په اوسنيو شرايطو او حالاتو کې مهم دي؛ دا دي چې موږ ټول د نظام او جمهوريت د ساتنې لپاره خپل فردي او ډله یيز مسووليت ادا کړو.
هغه زياته کړه چې په دې لاره کې ډېر مهم رسالت رسنۍ پر غاړه لري چې د نظام او د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او دغه راز امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د انګيزې ورکولو، د ملي وحدت او د هېواد د ملي ګټو د ټینګښت په خاطر هلې ځلې وکړي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر محمد قاسم وفايي زاده په خپلو خبرو کې د دې ترڅنګ چې له بيان آزادۍ او له رسنيو سره يې دغه وزارت ملاتړ څرګند کړ، ويې ويل: په وروستيو دوو لسيزو کې د خپلواکو، آزادو او پراخ بنسټه رسنيو وده د افغانستان د دولت او خلکو له سترو برياليتوبونو څخه ده.
هغه څرګنده کړه: تراوسه د ٢۴٨ ټلويزيوني شبکو، ۴٣٧ راډيويي شبکو، ۱۶۶۹ چاپي خپرونو او ١١٩خبري آژانسونو په ګډون ۳ زره ۵۷۷ بېلابېلې رسنۍ او رسنیز بنسټونه په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې ثبت شوي دي چې دغه شمېر د سيمې د هېوادونو په پرتله بې سارى دى.
هغه زياته کړه: له رسنيو پرته هېڅکله نه شو کولاى له فرهنګي، سياسي او ټولنيز پلوه ستر بدلون چې په تېرو دوو لسيزو کې مو تجربه کړی، ولرو او په افغانستان کې مطبوعاتي نظام هم د آزادۍ پالي مطبوعاتي نظام پر بنسټ ولاړ دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست زياته کړه: په ولسواک نظام کې له شک پرته رسنۍ څلورم ستون دى او بايد هېر نه کړو که چېرې رسنۍ او د بيان آزادي د دموکراسۍ څلورم ستون دی؛ دموکراسي او جمهوريت د بيان آزادۍ او د رسنيو لومړى ستون دی.
هغه وويل: د يو ولسواک نظام له لرلو پرته د بيان آزادي او د رسنيو آزاد فعاليتونه به هېڅکله شتون ونه لري.
وفايي زاده څرګنده کړه: د انډول او ناپيلتوب رعايتول، د رسنیز کار يو اصل دى، خو دا په دې مانا نه ده چې رسنۍ د هغو غږونو د خپرولو لپاره يوه وسيله کړو چې د خلکو له ګواښلو او له منځه وړلو او ډار له رامنځته کولو پرته د هېواد د سياسي راتلونکي په اړه هېڅ مثبت پيغام نه لري.
وروسته د لويې څارنوالۍ سرپرست او نوماند ذبيح الله کليم په خپلو خبرو کې د اطلاع رسونې او رسنیز کار په بهير کې د قوانينو پر رعايتولو او دغه راز د رسنیز کار پر لا زيات قانوني کولو ټينګار وکړ او د هېواد د ملي ګټو ساتنه يې يو مهم کار وباله.
په همدې ترتيب د حج او اوقافو وزير محمد قاسم حليمي، د اسلام مبين دين له نظره د بيان آزادۍ په اړه معلومات ورکړل.
ده د هغو کسانو چې د رسنیزو فعاليتونو او د بيان آزادۍ په لاره کې يې قرباني ورکړې ده؛ قدرداني وکړه او ټينګار يې وکړ چې رسنۍ بايد د خبرونو په خپرولو کې حقيقتونه په پام کې ونيسي.
هغه د نظام او جمهوريت په ملاتړ کې د رسنيو نقش مهم وباله.
دغه راز د ښځو چارو وزارت معينې نذيرې رحماني په هېواد کې د روان وضعیت او د ښځو د نقش او حقونو په اړه خبرې وکړې او له ښځينه خبريالانو سره يې د دغه وزارت ملاتړ څرګند کړ.
هغې ټينګار وکړ چې د جمهوريت په محور کې د بيان آزادي او نورې بشري آزادۍ تحقق مومي.
وروسته ضيا بوميا په اوسنيو شرايطو کې د رسنيو د نقش، د قوانينو په تېره بيا د رسنيو په برخه کې د نافذو قوانينو او د هېواد د اوسني حالت په اړه معلومات ورکړل.
هغه زياته کړه چې رسنيو د نظام او بيان آزادۍ د ارزښتونو د ساتنې په خاطر مبارزه کړې ده او قربانۍ یې ورکړې دي او حاضرې نه دي چې دغه ارزښتونه له لاسه ورکړي.
د غونډې په پاى کې حکومتي او د رسنیزو بنسټونو مسوولينو د اوسني وضعیت او د رسنيو د فعاليتونو د لا زيات قانوني کولو په اړه مشورتي خبرې وکړې.

کابل/ د چنګاښ ۱۵ مه/ باختر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS