ځوانان باید له شته فرصتونو ګټه واخلي

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۱:۳۱
..

 دوشنبه ( ۱۷ محرم ۱۴۴۶ )  تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبیح الله انصاري د ځوانانو چارو د آمر مولوي عین الدین مطمئن په ملتيا د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار له نهرچمن ښوونيز مرکز څخه لیدنه وکړه.
د يادې ليدنې پرمهال ښاغلي انصاري وویل: ځوانان د هيواد فعاله او ځواکمن  قشر دی، باید زده کړې وکړي او د هيواد آبادولو لپاره له هيڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي، نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې له شته فرصتونو څخه په ښه توګه ګټه پورته کړي.
ديادونې وړده، د ځوانانو چارو امريت له لوري د ځوانانو لپاره درې ښوونيز مرکزونه د تلقان ښار په دریو برخو کې د اکټيډ موسسې په همکارۍ جوړ شوي، چې شاوخوا 120 ځوانان په کې په زده کړو مصروف دي.

۱۴۰۳/۵/۳ ھ ل 
۲۰۲۴/۷/۲۴ ميلادي

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۷/۲۷ - ۴:۴۹
Background image

په واټونو، څلور لارو او مقدسو ځایونو هغه نومونه ايښودل کېږي، چې دیني او ملي ارزښت ولري 

د هېواد د مقدسو ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومونې کمېسیون د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر اوکلتور د معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته ترسره کړه.
په ياده ناسته کې. . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۲۷ - ۴:۴۴
Background image

د اطلاعاتو او کلتور رئیس له دوو خصوصي راډیوګانو څخه لیدنه وکړه

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم او د اطلاعاتو آمر حمیدالله صدیقي د ملي پیوند او عینک خصوصي راډیوګانو څخه لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم وویل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۸:۱۴
Background image

د افغانستان شمالي ولایتونو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د سفر او ویناوو کتاب چاپ شو

په ياد کتاب کې د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله) د سفر ټکي په ټکي ویناوې، له امارتي مسئولینو، علماءکرامو او عامو خلکو سره لیدنې او له تاریخي او علمي مرکزونو څخه د کتنې ټولې ويناوې او. . .

BACK TO NEWS