په واټونو، څلور لارو او مقدسو ځایونو هغه نومونه ايښودل کېږي، چې دیني او ملي ارزښت ولري 

tawana_admin
جمعه ۱۴۰۳/۷/۲۷ - ۴:۴۹
123

د هېواد د مقدسو ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومونې کمېسیون د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر اوکلتور د معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته ترسره کړه.
په ياده ناسته کې لومړی د کابل ښار د فاضل بیک د اوسېدونکو پر عريضو  ورپسې د  سرپل ښار د واټونو او د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې د مشهور بازار سره سره د هېواد په کچه پر هغه موضوعاتو بحث وشو، چې د خلکو او قومونو لخوا یاد کمېسیون ته د واټونو، بازارونو او څلورلارو د نومونو په خاطر عارض شوي وو. 
د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل: د یاد کمېسیون غونډې ښه پایلې لري او د کميسيون له غړو یې غوښتنه وکړه، چې د قومونو او خلکو پر عرض پاڼو باید ښه غور وشي، تر څو د کمېسیون پرېکړې د خلکو تر منځ نفاق او کرکه رامنځته نه کړي.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه؛ په نوو واټونو، څلور لارو او مقدسو ځایونو بايد د اشخاصو پر ځای هغه نومونه کېښودل شي او غور ورباندي وشي، چې دیني او ملي نسبت او په خلکو کې ارزښت ولري. 
ښاغلي عزیزي د ټاکل شوې کمېټې له غړو غوښتنه وکړه، چې د هغو سیمو چې د نومونو په سر اختلاف لري، له مشرانو،ادیبانو، محققينو او د ګذر له وکیلانو سره  له نژدې لیدنه وکړي، اسناد یې باید په دقیقه توګه وڅېړل شي، تر څو اختلافات له منځه لاړ شي.

۱۴۴۶/۴/۱۴ ھـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۶ ھ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS