د اطلاعاتو او کلتور رئیس له دوو خصوصي راډیوګانو څخه لیدنه وکړه

tawana_admin
جمعه ۱۴۰۳/۷/۲۷ - ۴:۴۴
dd

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم او د اطلاعاتو آمر حمیدالله صدیقي د ملي پیوند او عینک خصوصي راډیوګانو څخه لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم وویل: راډیوګانې باید داسې برنامې او پروګرامونه ټولنې ته وړاندې کړي، چې خلکو ته مثبته انګیزه ورکړي او ترڅنګ يې د ځوانانو لپاره زده کړیز اړخونه ولري.
دغه ډول ښاغلي صمیم د یادو راډیوګانو د مسؤلينو وړاندیزونه، غوښتنې او ستونزې هم واورېدې او د همکارۍ ژمنه يې ورسره وکړه.
 د ملي پيوند راډیو مسؤل مطیع الله سرور د رسنیو د ملاتړ برخه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له همکاریو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د ټولنې له غوښتنو سره سم به خپلې برنامې چمتو کړي.

۱۴۴۶/۴/۱۴ ھـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۶ ھ ل

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۷/۲۷ - ۴:۴۹
Background image

په واټونو، څلور لارو او مقدسو ځایونو هغه نومونه ايښودل کېږي، چې دیني او ملي ارزښت ولري 

د هېواد د مقدسو ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومونې کمېسیون د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر اوکلتور د معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته ترسره کړه.
په ياده ناسته کې. . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۲۷ - ۴:۴۴
Background image

د اطلاعاتو او کلتور رئیس له دوو خصوصي راډیوګانو څخه لیدنه وکړه

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم او د اطلاعاتو آمر حمیدالله صدیقي د ملي پیوند او عینک خصوصي راډیوګانو څخه لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم وویل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۸:۱۴
Background image

د افغانستان شمالي ولایتونو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د سفر او ویناوو کتاب چاپ شو

په ياد کتاب کې د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله) د سفر ټکي په ټکي ویناوې، له امارتي مسئولینو، علماءکرامو او عامو خلکو سره لیدنې او له تاریخي او علمي مرکزونو څخه د کتنې ټولې ويناوې او. . .

BACK TO NEWS