پکتیا کې د ځوانانو د یووالي او انسجام په موخه غونډه جوړه شوه
د پکتیا ولايت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د ځوانانو چارو آمریت په هڅو د ځوانانو ترمنځ د یووالي او انسجام په موخه پراخه غونډه جوړه شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلام یار غونډې ته په وینا کې وویل: اړینه ده، چې د نظام ترڅنګ داسې ځوانان شتون ولري، چې د پردیو هر ډول بې ځایه تبلیغاتو او فکري جګړې په وړاندې کلکه دفاع وکړي.
اسلام یار زیاته کړه؛ اوس د دې وخت دی، چې ځوانان سره متحد شي او د اسلامي نظام ترڅنګ ودرېږي، هغه له ځوانانو غوښتنه وکړه، چې د اسلامي امارت د پالیسۍ او کړنلارو مطابق خپله فکري مبارزه مخته یوسي، او د هر ډول تبلیغاتو په وړاندې بیدار واوسي.
د وزې ځدراڼ ولسوال او د نښتر ادبي بهیر مسؤل قاري عزت الله مخلص ځوانانو ته په خطاب کې وویل: اوس چې نظامي مبارزه او جګړه ختمه شوې، باید فکري مبارزې ته بیدار شو، دښمن زموږ او ستاسې په وړاندې فکري جګړه پیل کړې.
د دغې غونډې په ترڅ کې ځوانانو له مسؤلینو څخه د هغوی د ستونزو حل او ځینو مسایلو په تړاو مخامخ پوښتنې وکړې، همدا راز یو لړ غوښتنې او وړانديزونه يې ورسره شریک کړل، چې د مسؤلینو لخوا د ستونزو د حل په موخه د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
۱۴۴۶/۴/۲۱ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۳ هـ ل
