پکتیا کې د رسنیو د استازو، خبریالانو او دولتي ادارو مسؤلينو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۱۰:۲
.....

تېره ورځ د پکتیا ولایت مقام کې د مرستیال والي شیخ انعام‌الله صلاح‌الدین په مشرۍ د رسنیو د استازو، خبریالانو او د دولتي ادارو د مطبوعاتي مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ د لا پیاوړتیا په موخه ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاضي ثواب‌جان اسلام‌یار په دغه ولایت کې د رسنیو ستونزو او وضعیت په اړه خبرې وکړې او ويې ویل: په پکتیا ولایت کې د رسنیو او دولتي ادارو ترمنځ ښه همغږي شتون لري، د ا.ا.ا په راتګ سره رسنۍ پیاوړې شوې، خو اړتیا ده، چې د ستونزو د حل او د همغږۍ د لا پیاوړتیا لپاره نور کار وشي، ښاغلي اسلام‌یار زیاته کړه، چې اسلامي امارت ښې لاسته راوړنې لري رسنۍ باید هغوی ته انعکاس ورکړي، رسنیو ته په کار ده چې پر اړینو سوژو راپورونه او پروګرامونه جوړ کړي او د اسلامي امارت په اډانه کې مهم موضوعات شته چې باید رسنۍ ورته انعکاس ورکړي.
نوموړي د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو څخه غوښتنه وکړه، چې د ا.ا.ا د پالیسۍ سره سم نشرات وکړي.
ورپسې یو شمېر خبریالانو خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې. دوی غوښتنه وکړه، چې د رسنیو اقتصادي پیاوړتیا لپاره دې کار وشي او خبریالانو سره دې پر وخت اطلاعات او معلومات شریک شي، د دولتي ادارو مسؤلین دې رسنیو ته د اړوندو موضوعاتو په اړه معلومات ورکړي.

۱۴۴۵/۷/۳ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۲۴ هـ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS