پکتیا کې د خبریالانو او رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ ناستې په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یو کلنو کړنو د راپور جزیات شریک شول
پکتیا کې د سیمه ییزو، ملي او نړیوالو رسنیو له یو شمېر استازو، خبریالانو او مسوولینو سره په چارو کې د لا ښه پرمختګ په موخه د پکتیا په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د همغږۍ ناسته وشوه.
په پیل کې دپکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر اصیل ځاځي د تېرې ناستې څخه وروسته د یاد ولایت په رسنیز ډګر کې د تر سره شویو کړنو، لاسته راوړنو، رسنیو او رسنوالو ته په چارو کې د برابر کړل شویو آسانتیاو د یادونې ترڅنګ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا هېوادوالو ته د یو کلنو کړنو په تړاو د وړاندې شوي راپور ځینې غټ ټکي له ګډونوالو سره شریک کړل او ویې ویل: د افغانستان اسلامي امارت د حکومت لخوا ولس ته د خپلو یو کلنو کړنو په اړوند د وضاحت ورکولو په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند معینیتونو لخوا اړین معلومات شریک شوي.
په غونډه کې د خبریالانو د خونديتوب ولایتي کمیټې مسوول ښاغلي ساحل منګل هم شتون درلود، چې له خپله اړخه یې خبریالانو ته د ظرفیت لوړونې مسلکي ورکشاپونو د جوړولو په برخه کې اطلاعاتو او کلتور ریاست سره د ممکنه مرستو ژمنه وکړه.
۱۴۴۶/۳/۱۶ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۲۹ هـ ل