د اطلاعاتو او کلتور وزارت اداري غونډه ترسره شوه

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۴:۵۷
ققیسث

نن پنجشنبه ( ۲۹ د ربیع الاول ۱۴۴۶) له غرمې مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اداري غونډه د ياد وزارت د وزير الحاج ملا خير الله خیرخواه په مشرۍ ترسره شوه.
غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خيرالله خیرخواه، د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال، د خپرونو چارو معين مولوي حیات الله مهاجر فراهي، د هنر او کلتور معين مولوي عتیق الله عزيزي،  د ځوانانو چارو معين قاري محمد يونس راشد او د مرکزي رياستونو رئيسانو ګډون درلود.
غونډه د قرانکريم په مبارک تلاوت پیل او ورپسې الحاج ملا خیر الله خیرخواه روسيې هيواد ته د خپل رسمي سفر اړوند معلومات شريک کړل، همدا راز په غونډه کې د ګرځندوی صنعت پراختيا لپاره د ګرځندويانو د خونديتوب او دوی ته د اسانتياوو برابرولو لپاره د اړوندو ادارو سره په ګډه د مناسبو لارو چارو په برابرولو، په هيواد کې نشراتي برخې ته د پاملرنې زياتول، د معياري نشراتو لپاره هڅې او د لاسته راوړنو شريکولو لپاره په هلو ځلو، د تېر جهادي بهير او تاريخ د ژوندي ساتلو په موخه موزيمونو او اړوندو تاريخي ساحو او آثارو ته د پاملرنې او د دعوت او ارشاد رياست له لوري د کارکوونکو د ديني او عقيدوي پوهې لوړولو برخه کې بحث وشو.
غونډه د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

۱۴۴۶/۳/۱۶ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۲۹ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

د ګرځندوی، مالي او ادري معین فاریاب او جوزجان ولایتونو ته سفرونه وکړل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال د یوه پلاوي په مشرۍ فاریاب او جوزجان ولایتونو ته سفرونه وکړل.
ښاغلي جمال د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۲۲
Background image

نورستان کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه 

د نورستان اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د عامه کتابتون په انګړ کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو ترڅنګ ګڼ شمېر شاعرانو، فرهنګیانو، لیکوالانو او د شعر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۹
Background image

د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري مرکز لښکرګاه ښار کې د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه.
په دې ستره ادبي او فرهنګي مشاعره کې د هلمند والي مولوي امان الدین منصور، د. . .

BACK TO NEWS