د اطلاعاتو او کلتور رئیس له ولسونو وغوښتل چې د تاریخي آبدو په ساتنه کې ورسره همکاري وکړي
د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئیس ملا حمیدالله نثار د ولایت مقام او معارف ریاست د استازو په شتون کې د ياد ولايت له يو شمېر اوسيدونکو سره په ناسته کې د تاریخي آبدو د ساتنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او د تاریخي آبدو ساتنه يې د اسلامي امارت او ولسونو ګډ مسؤلیت یاد کړ.
ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس ملا حميد الله نثار وويل: دا چې تاریخي ځایونه د پخوانیو ولسونو د رسم او رواج ښکارندوی دي او د یوې ټولنې په پیژندلو کې مهم رول لري، نو ساتل یې د اوسني او راتلونکو نسلونو لپاره خورا مهم دي.
نوموړي زياته کړه؛ د تاریخي ځایونو ساتل او پالل د ټولو ملي مسؤلیت دی چې باید پام ورته وشي.
ښاغلي نثار د باباجي جومات رغنیزو چارو ته په اشارې وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست ژمن دی، چې د ټولو تاریخي آبدو رغونه وکړي او د ساتنې لپاره يې ټول امکانات په کار واچوي.
په ناسته کې ګډونوالو په نوبت سره د تاریخي آبدو د ساتنې په برخه کې د خپلو وړاندیزونو او غوښتنو د شریکولو تر څنګ، د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هڅو مننه وکړه او په دې برخه کې يې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د يادونې وړ ده، چې غزني د افغانستان له مهمو او تاریخي ولایتونو څخه دی، چې د لرغوني تاریخ او فرهنګي میراث له امله په نړیواله کچه شهرت لري، غزني ښار چې د دې ولایت مرکز دی په ۲۰۱۳م کال کې د یونسکو له لوري د اسلامي ثقافت د پلازمینې په توګه ونومول شو.
۱۴۴۶/۳/۱۶ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۲۹ هـ ل