پکتیا کې د "امارت پېژندنې" سیالۍ ازموینه واخيستل شوه
شنبه (۹ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ، پوهنې او پکتیا پوهنتون ریاستونو په ګډې همغږۍ د ولایت په کچه د ۳۰۰۰ کسانو څخه د "امارت پېژندنې" سیالۍ ازموینه واخیستل شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلام یار وايي: د "امارت پېژندنې" سیالۍ ازموینه د ولایت په کچه مرکز ګردېز او بېلابېلو ځایونو کې واخیستل شوه، چې پکښې د ټول ولایت په کچه تر ۳۰۰۰ پورې، د دیني مدارسو، ښوونځیو او پوهنتون زده کړیالانو پکې برخه اخیستې وه.
د سیالۍ ګډونوالو وويل: دا ډول سیالۍ د زده کوونکو ترمنځ د سالم رقابت لپاره مهمې دي او د نورو سیالیو جوړېدو غوښتنه کوي. د یادې سیالۍ یو تن ګډونوال جاوید احمد وویل:
دا سیالي د زده کوونکو لپاره ډیره مهمه وه، زده کوونکو د اسلامي امارت عمومي اهداف وپېژندل او پرې پوه شول، ډیر زیات خوشحال یو، چې "امارت پېژندنې" کتاب کې راڅخه ازموینه واخیستل شوه، د دا ډول نورو سیاليو د جوړيدو غوښتونکي يو.
مسؤلین وايي: له دې وړاندې يې هم په دغه ولایت کې بېلابېلې سیالۍ د ځوانانو ترمنځ جوړې کړي او په راتلوونکي کې پلان لري، چې نبوي سیرت، د اسلام تاریخ، د ځوانانو فکري روزنې او عصري علومو په برخو کې سیالۍ جوړې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې سیالۍ پایلې به راتلوونکې یکشنبه، د جوزا په ۷ نېټه اعلان او پنځو تنو غوره ګډونوالو ته به ډالۍ ورکړل شي.
۱۴۰۳/۲/۲۹ ھ ل
۲۰۲۴/۵/۱۸ ميلادي
