پکتیا کې د "امارت پېژندنې" سیالۍ ازموینه واخيستل شوه

wares_admin
Sun, May 19 2024 9:10 AM
....

شنبه (۹ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ، پوهنې او پکتیا پوهنتون ریاستونو په ګډې همغږۍ د ولایت په کچه د ۳۰۰۰ کسانو څخه د "امارت پېژندنې" سیالۍ ازموینه واخیستل شوه.

 د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلام یار وايي:  د "امارت پېژندنې" سیالۍ ازموینه د ولایت په کچه مرکز ګردېز او بېلابېلو ځایونو کې واخیستل شوه، چې پکښې د ټول ولایت په کچه تر ۳۰۰۰ پورې، د دیني مدارسو، ښوونځیو او پوهنتون زده کړیالانو پکې برخه اخیستې وه.

د سیالۍ ګډونوالو وويل: دا ډول سیالۍ د زده کوونکو ترمنځ د سالم رقابت لپاره مهمې دي او د نورو سیالیو جوړېدو غوښتنه کوي. د یادې سیالۍ یو تن ګډونوال جاوید احمد وویل:
دا سیالي د زده کوونکو لپاره ډیره مهمه وه، زده کوونکو د اسلامي امارت عمومي اهداف وپېژندل او پرې پوه شول، ډیر زیات خوشحال یو، چې "امارت پېژندنې" کتاب کې راڅخه ازموینه واخیستل شوه، د دا ډول نورو سیاليو د جوړيدو غوښتونکي يو.

مسؤلین وايي:  له دې وړاندې يې هم په دغه ولایت کې بېلابېلې سیالۍ د ځوانانو ترمنځ جوړې کړي او په راتلوونکي کې پلان لري، چې نبوي سیرت، د اسلام تاریخ، د ځوانانو فکري روزنې او عصري علومو په برخو کې سیالۍ جوړې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې سیالۍ پایلې به راتلوونکې یکشنبه، د جوزا په ۷ نېټه اعلان او پنځو تنو غوره ګډونوالو ته به ډالۍ ورکړل شي.


۱۴۰۳/۲/۲۹ ھ ل
۲۰۲۴/۵/۱۸ ميلادي
 

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS