پکتیا زون کې د رسنیو له مسؤلینو او ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۵:۵۷
..

دوشنبه ( ۱ د صفر ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست ترچتر لاندي د پکتیا زون د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال، د خپرونو چارو معینیت کفیل ښاغلی ضیاء الحق حقمل، اطلاعاتو ته د لاسرسي رئیس مولوي رحمت الله نړیوال، د پکتیا پوهنتون رئیس، د پکتیا ولایت مقام د دفتر رئیس، د رسنیو استازو، د امارتي ادارو ویاندویانو او ګڼ شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.
پيل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي رئیس مولوي رحمت الله نړیوال خبرې وکړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې یې د رسنیو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې به ستاسو ستونزو ته په ځانګړې توګه رسېده ګي کوو.
ورپسې د خپرونو چارو معینیت کفیل ښاغلي ضیاء الحق حقمل ناستې ته په وینا کې وویل: رسنۍ د خلکو پر اذهانو رغنده اغېز لري، باید ښه ذهن سازي یې وکړئ، د رسنیو مسؤلیت جوړیږي چې خلکو ته بېلابېل اصلاحي پروګرامونه جوړ کړي، د غربي رسنیو کار د خلکو ترمنځ تفرقه اچول دي، زموږ رسنۍ مسؤلیت لري، چې د مسلمانانو په ځانګړې توګه د افغانانو تر منځ د یووالي او وحدت لپاره کار وکړي.

همدا ډول د ګرځندوی مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال وویل: په ټولو زونونو کې به دا ډول د رسنیو او امارتي ادارو ویاندویانو سره د همغږۍ غونډې کیږي، موږ او تاسو یو وجود یو، مشورې به سره شریکوو، تر څو چارې مو لاپیاوړې شي، د هیواد اقتصادي خبرونو ته پراخ خبري پوښښ ورکوئ، خلګ مو ډېر ستړي شوي دي باید نور یې خوشحاله وساتو.
د ناستې په وروستیو کې د خپرونو چارو معینیت کفیل ښاغلي حقمل د رسنیو د مسؤلینو ستونزو او پوښتنو ته جوابونه وویل.
غونډه په اختتامیه دعا پای ته ورسېده.

۱۴۰۳/۵/۱۵ ھ ل 
۲۰۲۴/۸/۵ ميلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو

شنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده الحرم ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د سیاحتي، زیارتي،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

د ګرځندوی، مالي او ادري معین فاریاب او جوزجان ولایتونو ته سفرونه وکړل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال د یوه پلاوي په مشرۍ فاریاب او جوزجان ولایتونو ته سفرونه وکړل.
ښاغلي جمال د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۲۲
Background image

نورستان کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه 

د نورستان اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د عامه کتابتون په انګړ کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو ترڅنګ ګڼ شمېر شاعرانو، فرهنګیانو، لیکوالانو او د شعر. . .

BACK TO NEWS