په کندز ولایت کې د تخارستان تاریخي مسجد د برنډو د بیارغونې چارې پیلېږي

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۰:۱۷
۹عهعاغ

د کندز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ګل محمد الياس او د هنر او ګرځندوی آمر احمد جاويد رنجبر د تخارستان له تاريخي مسجد څخه ليدنه وکړه او هغه ساحې يې چې باید ورغول شي وارزولې.
د هنر او فرهنګ آمر احمد جاويد رنجبر وايي: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونپوهنې رياست د لارښوونې له مخې په پام کې ده، چې د تخارستان د تاريخي مسجد د دوو برنډو د رغولو چارې پيل شي.
هغه زياته کړه: داطلاعاتو کلتور رياست مکلف دى، چې د لرغونو سيمو او تاريخي آبداتو ساتنه او پالنه وکړي، دغه مسجد سره له دې چې يوه تاريخي سيمه ده، يو مقدس ځاى هم دى.
د تخارستان د پروژې مشر سید هلال کمیل وايي: د اطلاعاتو او کلتور وزارت په لارښوونه او د کندوز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست تر څارنې لاندې به ډېر ژر د تخارستان د تاریخي مسجد د بیارغونې چارې پیل شي، ددې پروژې لګښت شاوخوا يو مليون افغانۍ دی او په داسې ډول به ورغول شي، چې ددې تاريخي آبدې اصل شکل به ورسره تغير نه شي.

۱۴۴۶/۴/۳ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۵ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS