په کلتور ښوونیز مرکز کې ۵۰۰ ځوانانو ته د وړیا زدهکړو زمینه برابره شوه.
شنبه (۱۴ رجب المرجب ۱۴۴۵ هـ ق) د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند کلتور ښوونیز مرکز کې ۵۰۰ تنو ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه.
د یاد ریاست د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهیر وویل؛ نن مو د کلتور ښوونیز مرکز لپاره ۵۰۰ تنو ځوانانو ته په DEL, CIT, Networking برخو کې د وړیا زدهکړو زمینه برابره کړه، چې لومړی له یادو ځوانانو څخه ازموېنه واخیستل شوه او وروسته د سویې مطابق ورته ټولګي برابرېږي.
هغه دا هم وویل؛ هغه کسان، چې په رسمي وختونو کې په دولتي دندو بوخت دي، د هغوی لپاره مو له رسمیاتو وروسته ټولګي په پام کې نیولي دي.
