په پروان کې مبارزین او لیکوالان وستایل شول

noori_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱ - ۲۲:۲۳
apple

 

نن چهار شنبه (۱۴۴۵/۲/۶ هـ ق) د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کې مبارزین او لیکوالان د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.
په دې غونډه کې دپروان ولايت د اطلاعاتو او کلتور  رياست مسؤلینو، يو شمير مبارزين، ليکوالانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الرحمن صدیقي خبرې وکړې او ویې ویل: لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، چې دښمن تل هڅه کوي چې اسلامي نظامي له منځه یوسي او د مسلمانانو ذهنونه مغشوش کړي، نو مبارزین، لیکوالان او ځوانان دنده لري، چې د دښمن د دې شومو موخو په وړاندې مبارزه وکړي او حقایق په ډاګه کړي. 
ورپسې د پروان والي مولوي عبيدالله امين زاده د دغې غونډې د جوړولو په اهميت او اړتيا خبرې وکړې او ويې ويل: نن ورځ د هغو کسانو لپاره چې په قلم او ژبه یې جهاد کړی، تر ټولو ښه فرصت دى، چې په خپلو اغېزناکو ليکنو کې د اسلامي ارزښتونو په اړه څرګندونې وکړي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې مبارزین او لیکوالان و ستایل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS