په پروان ولایت کې د کتابونو نندارتون پرانیستل شو

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۱:۱۰
sdfghj

د پروان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست، د اعظم خصوصي عامه کتابتون او د پرمختګ په لور د حرکت مؤسسې له خوا د چاريکارو د ګل غونډۍ په واټ کې د (په خپل وطن پاتې کېدل، لوستل او ودانول د هېواد له پرېښودو او تګ غوره دي) تر شعار لاندې د کتابونو نندارتون جوړ شو.
د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د د بېلابېلو ادارو استازو، استادانو، محصلینو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د کلتور او ګرځندوی آمر عتيق الله صافي د دغو بنسټونو له همکاريو څخه د مننې تر څنګ وويل: د اطلاعاتو او کلتور رياست هڅه کوي، چې د دغه شان پروګرامونو په تر سره کولو سره په ځوانانو کې د کتاب لوستلو کلتور دود کړي.
نوموړي زياته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور رياست دا مهال په مرکز او سياګرد، بګرام او جبل السراج ولسواليو کې څلور کتابتونونه د سلګونه ټوکو کتابونو په ظرفیت سره فعال کړي، چې تر څنګ يې دوه خصوصي کتابتونونه هم فعاليت کوي.
د اعظم خصوصي کتابتون مسؤل مصطفی ولیزاده وویل: هڅه کوي، چې د واټونو د سر نندارتونونه ترسره کړي، تر څو په ټولنه کې د عامه پوهاوي سطحه لوړه او د کتاب لوستنې کلتور دود شي، دا نندارتون د دوه ورځو لپاره جوړ شوی، چې له ۱۷۰۰ ټوکو زيات کتابونه پکښې نندارې ته ايښودل شوي دي.
د پروان ولايت اوسيدونکي احمد جاويد پويش د دغه نندارتون پرانيستل د ځوانانو په منځ کې يو بنسټيز او رغنده اصل وباله او د ټولنې په وده او پرمختګ کې يې د کتاب د نندارتونونو رول مهم وباله.

۱۴۴۶/۵/۴ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۱۶ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۵:۷
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست د مرکزي زون له وياندويانو او رسنيو سره د همږغۍ غونډه ترسره شوه

پنجشنبه ( ۲۴ د جمادی الثاني ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست په مرکز کابل کې د مرکزي زون له ولايتي وياندويانو او نشراتي مسؤلينو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۲:۴۹
Background image

بدخشان کې د تاریخي آبداتو او فرهنګي میراثونو د ساتنې او بیا رغونې لپاره پاملرنه زياته شوې

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي: چې د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ترمیم او بیا رغونې په برخه کې اړین اقدامات شوي دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس انجنیر ذبیح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۲:۴۳
Background image

په تخار کې د رسنیو له مسوولینو او خبريالانو سره د همږغۍ غونډه وشوه

د تخار ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همکارۍ د خبریالانو، د دولتي او خصوصي رسنیو مسوولینو او دولتي ادارو د مطبوعاتي مسوولینو سره د همږغۍ غونډه جوړه. . .

BACK TO NEWS