بدخشان کې د تاریخي آبداتو او فرهنګي میراثونو د ساتنې او بیا رغونې لپاره پاملرنه زياته شوې
د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي: چې د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ترمیم او بیا رغونې په برخه کې اړین اقدامات شوي دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس انجنیر ذبیحالله امیري وایي: چې د تاریخي او فرهنګي میراثونو ساتنه د دې ریاست له کاري لومړیتوبونو څخه ده، د روان کال په ترڅ کې د بیا رغونې او فرهنګي فعالیتونو په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ مثبت ګامونه پورته شوي دي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست دغه فعالیتونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې څو ورځې وړاندې د ناصر خسرو مقبره، د اشکاشم لرګينه ودانۍ، د کلتوري کمپلکس ودانۍ، چې د دې ولایت له تاریخي میراثونو څخه شمېرل کېږي، اساسي ډول ترمیم شوي دي.
۱۴۴۶/۶/۲۴ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۶ هـ ل