په پروان ولایت کې د کتابونو نندارتون پرانیستل شو

tawana_admin
أربعاء, نوفمبر 06 2024 11:10 صباحا
sdfghj

د پروان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست، د اعظم خصوصي عامه کتابتون او د پرمختګ په لور د حرکت مؤسسې له خوا د چاريکارو د ګل غونډۍ په واټ کې د (په خپل وطن پاتې کېدل، لوستل او ودانول د هېواد له پرېښودو او تګ غوره دي) تر شعار لاندې د کتابونو نندارتون جوړ شو.
د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د د بېلابېلو ادارو استازو، استادانو، محصلینو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د کلتور او ګرځندوی آمر عتيق الله صافي د دغو بنسټونو له همکاريو څخه د مننې تر څنګ وويل: د اطلاعاتو او کلتور رياست هڅه کوي، چې د دغه شان پروګرامونو په تر سره کولو سره په ځوانانو کې د کتاب لوستلو کلتور دود کړي.
نوموړي زياته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور رياست دا مهال په مرکز او سياګرد، بګرام او جبل السراج ولسواليو کې څلور کتابتونونه د سلګونه ټوکو کتابونو په ظرفیت سره فعال کړي، چې تر څنګ يې دوه خصوصي کتابتونونه هم فعاليت کوي.
د اعظم خصوصي کتابتون مسؤل مصطفی ولیزاده وویل: هڅه کوي، چې د واټونو د سر نندارتونونه ترسره کړي، تر څو په ټولنه کې د عامه پوهاوي سطحه لوړه او د کتاب لوستنې کلتور دود شي، دا نندارتون د دوه ورځو لپاره جوړ شوی، چې له ۱۷۰۰ ټوکو زيات کتابونه پکښې نندارې ته ايښودل شوي دي.
د پروان ولايت اوسيدونکي احمد جاويد پويش د دغه نندارتون پرانيستل د ځوانانو په منځ کې يو بنسټيز او رغنده اصل وباله او د ټولنې په وده او پرمختګ کې يې د کتاب د نندارتونونو رول مهم وباله.

۱۴۴۶/۵/۴ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۱۶ هـ ل

تازه ترین اخبار

خميس, ديسمبر 26 2024 3:10 مساء
Background image

اجتماع تنسیق بین رئاسة الوصول إلى المعلومات والمتحدثين الإعلاميين في المنطقة المركزية

يوم الخميس (24 من جمادى الثاني 1446 هـ)، عقدت رئاسة الوصول إلى المعلومات التابعة لوزارة الإعلام والثقافة، في مركز كابل، اجتماعاً تنسيقياً مع المتحدثين الإعلاميين ومسؤولي الإعلام في. . .

أربعاء, ديسمبر 25 2024 4:15 مساء
Background image

عقد اجتماع تنسيقي مع المسؤولين لشؤون الإعلام والمتحدثين من المنطقة المركزية

يوم الأربعاء (23 من جمادى الثاني 1446هـ)، نظمت رئاسة الوصول إلى المعلومات في وزارة الإعلام والثقافة، في عاصمة كابل، اجتماعًا تنسيقيًا لمدة يومين مع المتحدثين الرسميين والمسؤولين. . .

اثنين, ديسمبر 23 2024 1:53 مساء
Background image

تمت عقد الجلسة الدورية للجنة تقييم الكتب

يوم الاثنين (21 جمادى الثاني 1446)، عقدت الجلسة الدورية للجنة تقييم الكتب برئاسة معالي مولوي مهاجر فراهي، نائب وزير بوزارة الإعلام والثقافة لشؤون النشر.
بدأت الجلسة بتلاوة آيات من. . .

BACK TO NEWS