په تخار کې د رسنیو له مسوولینو او خبريالانو سره د همږغۍ غونډه وشوه

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۲:۴۳
صسیزر

د تخار ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همکارۍ د خبریالانو، د دولتي او خصوصي رسنیو مسوولینو او دولتي ادارو د مطبوعاتي مسوولینو سره د همږغۍ غونډه جوړه کړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله انصاري په دې غونډه کې د رسنیو ارزښت بیان کړ او د تخار په کچه د خبریالانو او رسنیو څخه يې د لا زیات ملاتړ ډاډ ورکړ.
مولوي انصاري زیاته کړه؛ د اطلاعاتو د ترلاسه کولو زمینه برابره ده او له رسنیو سره اړینه همږغي شتون لري، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تخار محلي ادارې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همغږۍ هڅه کوي چې دغه همکاري او همږغي لا پراخه کړي.
همدارنګه خبریالانو او د رسنیو مسوولینو هم خپل نظریات، وړاندیزونه او ستونزې شریکې کړې او د اطلاعاتو او کلتور ریاست له همکاریو څخه یې مننه وکړه.

۱۴۴۶/۶/۲۴ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۶ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS