اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست د مرکزي زون له وياندويانو او رسنيو سره د همږغۍ غونډه ترسره شوه

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۵:۷
Dgjk

پنجشنبه ( ۲۴ د جمادی الثاني ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست په مرکز کابل کې د مرکزي زون له ولايتي وياندويانو او نشراتي مسؤلينو سره د همږغۍ غونډې په دوام نن د ياد زون د ولايتي ادارو له وياندويانو او رسنيو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

غونډې ته د وينا پرمهال اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئيس مولوي رحمت الله نړيوال وویل:په هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي پروسه چټکه شوې ده او لا هم د پراختيا په حال کې ده، د ټولو دولتي ادارو وياندويان او مطبوعاتي مسؤلين مکلف دي، چې له رسنيو سره پر وخت معلومات شريک کړي، نوموړي زياته کړه؛ رسنۍ باید د خپرونو پرمهال اسلامي ارزښتونه، افغاني ټولنيز کلتورونه او ملي ګټې په نظر کې ونيسي.

همدارنګه د مطبوعاتو او د رسنيو پر نشراتو د څار رياست رئيس مولوي صفی الله رائد وویل: هڅه کوو، چې د رسنيو ټولو ستونزو ته رسيدګي وکړو، د رسنيو او خبريالانو د مالي ملاتړ په موخه د خبريالانو او رسنيو د ملاتړ صندوق طرحه نهايي شوې ده، چې د تائيد په موخه د رهبرۍ مقام ته استول شوې ده، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ټول توان سره هڅې کړې دي، چې د رسنيو او وياندويانو ترمنځ همږغي رامنځته کړي.

ښاغلي رائد زياته کړه، په مرکز او ولايتونو کې هېڅ ارګان نشي کولای چې د اطلاعاتو او کلتور رياستونو له همږغۍ پرته خبريالان او رسنۍ احضار کړي، د رسنيو د تخطيو اړوند به يوازې د رسنيزو تخطيو کميسيون پرېکړه کوي، بل هېڅ ارګان د مداخلې حق نلري، د يوټيوب چینلونو لپاره طرزالعمل اماده شوی دی، چې ډېر ژر به عملي شي او يوټيوب چینلونو ته به د جوازونو ورکړه پيل شي، په ولايتونو کې د مطبوعاتو او رسنيو پر نشراتو د څار مسؤليت د اطلاعاتو آمريتونو په غاړه دی.

د غونډې په وروستيو شېبو کې د مرکزي زون د رسنيو مسؤلينو او وياندويانو خپلې غوښتنې، پوښتنې او وړانديزونه شريک کړل، چې د مسؤلينو له لوري ورته قناعت ورکوونکي ځوابونه ورکړل شول.

غونډه د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

 

۱۴۰۳/۱۰/۶ هـ ل

۲۰۲۴/۱۲/۲۶ میلادي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS