په نیمروز کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ويناوالۍ مراسم ترسره شوه
شنبه ( ۲ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) نيمروز ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ويناوالۍ مراسم ترسره شوه، په کښې د همدې رياست د فرهنګ او گرځندوی آمر مدثر دراني، د ځوانانو د تعليمي مرکزونو مدیر عصمتالله سعادت او يو شمېر ځوانانو او زده کوونکو ګډون کړي و.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د فرهنګ او ګرځندوی آمر او د ځوانانو د ښوونيز مرکز استاذ مدثر دراني ځوانان د ټولنې مهمه برخه وبلله، چې بايد خپل مسؤوليت، کورنۍ او ټولنه درک کړي،همدا راز يې له ځوانانو وغوښتل،چې د ټولنې په اصلاح کې مهم رول ولوبوي.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو د تعلیمی مرکزونو مدیر عصمتالله سعادت د ويناوالۍمراسم دترسره کولو موخه دځوانانو او تنکيو ځوانانو د استعدادونو وده وبلله او ويې ويل: چې ځوانان د ټولنې بنسټ او ملاتیر دي او د هېواد په پرمختګ کې باید فعاله ونډه واخلي او له ځوانانو یې وغوښتل، چې له شته فرصتونو څخه ښه ګټه پورته کړي.
په دې مراسمو کې د یادې ښوونیز مرکز زده کوونکو خپلې مقالې، شعرونه او ویناوې ولوستلې.
۲۰۲۴/۵/۱۱ ميلادي
۱۴۰۳/۲/۲۲ ھ ش
