په ننګرهار کې د ځوانانو د همغږۍ او د نظام په ملاتړ غونډه وشوه

wali_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۱۰:۵۴
په ننګرهار کې د ځوانانو د همغږۍ او د نظام په ملاتړ غونډه وشوه

 

تېره ورځ په ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ کې د ځوانانو د همغږۍ او نظام په ملاتړ غونډه وشوه او د دغه ولسوالۍ د ځوانانو مسؤل وټاکل شو.
 په یاده غونډه کې یو شمېر اداري مسؤلینو، ځوانانو، قومي مشرانو، دیني علماوو ګډون کړی و.
په غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهیر وویل، اوسنی نظام د ځوانانو د مثبتو کړنو ملاتړ دی، ځکه د هېواد راتلونکی د همدوی په لاس کې دی، په همدې موخه د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت د ځوانانو د همغږۍ په پار بېلابېل پروګرامونه جوړوي.
ورپسې د ګوشتې ولسوال، امنیه قوماندان، امربالمعروف استازي او قومي مشرانو په ټولنه کې د ځوانانو پر رول او اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې.

۱۴۴۵/۱/۲/ هـ ق
۱۴۰۲/۴/۲۸ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۱۹
Background image

په شاجوی ولسوالۍ کې له ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د شاجوی ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ عمومي مدیر حضرت الله زاهد له ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه، چې په دې غونډه کې د ځوانانو ترمنځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۶
Background image

لغمان کې (د ناوړه دودونو او باطلو افکارو د مخنیوي) په نوم یو ورځنی سیمینار ترسره شو

لغمان کې د الصارم فکري او فرهنګي ادارې او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د الینګار ولسوالۍ اړوند د شیخ صاحب سیمې قومي مخورو، ځوانانو او د ښوونځیو او دیني مدرسو زده کوونکو ته (د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۶
Background image

د (بریالي ژوند لارښودونکي اصول) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې (د بریالي ژوند لارښودونکي اصول) په نوم د ژباړل شوې کتاب مخکتنه ترسره. . .

BACK TO NEWS