په ننګرهار کې د هېواد د خپلواکۍ ١٠٤ کليزه ولمانځل شوه

wali_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۱۲:۶
په ننګرهار کې د هېواد د خپلواکۍ ١٠٤ کليزه ولمانځل شوه

 

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست او منبر علمي او کلتوري ټولنې په ګډه همغږۍ له انګریزي ښکېلاکه د آزادۍ بېرته ګټلو ۱۰۴ کليزه د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.
ياده غونډه د جلال آباد ښار امير شهيد بڼ د شاه امان الله خان مزار ته څېرمه جوړه شوې وه، چې پکې د ننګرهار ولايت ملکي او نظامي ادارو مسؤلينو سربېره د پوهنتون استادانو، محصلينو، ليکوالو، شاعرانو، قومي مشرانو، ځوانانو، ديني علماوو او ګڼ شمېر ښاريانو برخه اخيستې وه.
د غونډې په پیل کې د ننګرهار پوهنتون استاد او د منبر علمي او کلتوري ټولنې غړي دوکتور نجيب الله صالح په خپلو خبرو کې وويل: د وياړ ځای دی، چې نن موږ په داسې يوه غونډه کې ګډون لرو، چې له نن څخه ۱۰۴ کاله وړاندې زموږ پلرونو او نيکونو د انګريزي ښکېلاک څخه د ګران هېواد افغانستان آزادي ترلاسه او موږ او تاسو ته يې د دغه تاريخي ورځې وياړ راوباښه. زموږ مشرانو او غازيانو تل د ديني احکامو سره سم د پرديو او کفارو پر ضد مبارزه کړې او د خپلو سرونو په نذرانه کولو سره یې د دغه هېواد آزادي ترلاسه کړې.
په ورته وخت کې د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نور محمد حنيف هم د يادې او نورو تاريخي ورځو په اړه مفصلې او هر اړخيزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، د ګورګين او چنګيز څخه نيولې تر دې دمه پورې زموږ د هېواد مېړنیو شاه زلميانو، مجاهدينو د هېواد د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره سترې قربانۍ ورکړي او تاريخونه يې موږ او راتلونکيو نسلونو ته په ميراث پرېښي دي، اوس موږ او تاسې ته په کار ده، چې د خپلو مېړنيو مجاهدينو تاريخونه په زرينو کرښو وليکو او خپلو راتلونکيو نسلونو ته يې په ميراث پرېږدو.

۱۴۴۵/۲/۲ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۲۸ هـ ش
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست او غور ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د رسنیو له مسولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۲
Background image

هلمند کې (د مطالعې ارزښت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنکي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز لښکرګاه عامه کتابتون کې (د مطالعې ارزښت) په نوم ګڼ شمېر زده کوونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۵۲
Background image

له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ او پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند وړیا ښوونیز مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول.
په دې اړه جوړه شویو غونډو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

BACK TO NEWS