په ننګرهار کې د الفت په نوم نوې راډيو فعالیت پیل کړ

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۰:۵
mk

نن پنجشنبه (۱۴۴۵/۱/۲۴هـ ق) د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د حقیقت مېډیا ګروپ له لوري د الفت په نوم یوې نوې راډیویي رسنۍ رسماً په فعالیت پیل وکړ، چې په پرانیستغونډه کې یې د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نور محمد حنیف، د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق الله قریشي، د مخابراتو رئیس مولوي ذبیح الله ذکي او د ننګرهار ملي ټلوېزیون آمر مولوي امان الله عادل او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.
په پیل کې یې ښاغلي حنیف وویل: زموږ دولت د بیان آزادۍ ته ژمن دی، چې ښه بېلګه یې نن په شینوارو کې د الفت راډیو پرانسته ده.
ورپسې د اطلاعاتو آمر په خپلو خبرو کې وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ټولو هغو رسنیو ملاتړ کوي، چې د اسلامي اصولو او افغاني عنعناتو په چوکاټ کې خپل رسنیز فعالیتونه مخته وړي.
د رسنیو استازو د خپلو خبرو په ترڅ کې د مسؤلینو هڅې وستایلې او د دغو همکاریو د دوام غوښتنه یې وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۴۲
Background image

غور کې د بیهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانیستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو خپرولو ریاست له لوري، غور ولایت کې د مطالعې فرهنګ د ودې او د دیني او عصري علومو سرچینو ته د لاسرسي په موخه د بیهقي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي. په دغو نندارتونونو کې د مطالعې مینوالو لپاره د دیني او عصري علومو سلګونه عنوانه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجة الحرام ۱) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور. . .

BACK TO NEWS