په لوګر کې د ښوونکي نړېواله ورځ ونمانځل شوه

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۳ - ۱۰:۴۸
Logar10.14.23


د لوګر ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د ښوونکي نړېواله ورځ ونماځل شوه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښوونیز مرکز مسؤلینو او زده کوونکو ګډون کړی و.
 په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ښوونیز مرکز مسؤل حسیب الله حبیب ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د ټولنې د پرمختګ په برخه کې یې د ښوونکو هڅې او زحمتونه وستایل.
دغه راز د غونډې په لړ د دغه ښوونیز مرکز څو تنو زده کوونکو په وار سره د ښوونکي د نړېوالې ورځې پر تړاو خپلې چمتو کړې مقالې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
ورپسې ښاغلي صمیم ټولو ښوونکو ته د ښوونکي د ورځې مبارکې وړاندې کړه او زیاته یې کړه د اسلام مقدس دین ښوونکي ته لوړ مقام ورکړی او موږ ټول مکلف یو چې د دغه زیارکښ قشر قدر او درناوی وکړو.
د غونډې په پای کې د ښوونکي د نړېوالې ورځې په ویاړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ښوونیز مرکز ښوونکي په ډاليو او ستاینلیکونو وستایل شول.

۱۴۴۴/۳/۲۹ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۲۲ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS