په غزني کې ۶ تاریخي آبدې په اساسي توګه ورغول شوې

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۱۳:۱۵
.....


په غزني ولایت کې ۶ تاریخي آبدې په اساسي توګه ورغول شوې. د یادو تاریخي آبدو د رغولو چارې درې میاشتې مخکې په دغه ولایت کې پیل شوې وې.
په دې اړه د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار وایي: په رغول شویو تاریخي آبدو کې د خواجه ملکیار پرنده، تاج اولیا تاریخي مقبرې، د غزني زاړه ښار بالابین برج او د غزنویانو دورې د دوو څلو د فرش ډبرې شاملې دي.
ښاغلی نثار زیاتوي: یادې شپږ تاریخي آبدې د د يونسکو نړيوال سازمان د ۴٫۵ ملیونه افغانيو په مالي ملاتړ د تعلیم او کلتور (ECSO) موسسې له لوري ورغول 
شوې.
 د یادوني وړ ده چې له دې وړاندې د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو ویلي وو، چې په دغه ولایت کې ۱۰ تاریخي آبدې بیارغونې ته اړتیا لري او یو شمېر یې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.

۱۴۴۵/۴/۲۷ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۲۰ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS