په تخار کې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ ناسته تر سره شوه

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۲۱:۳۵
.....

نن دوشنبه (۱۴۴۵/۴/۱ هـ ش) د تخار ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ ناسته تر سره شوه.
په یاده ناسته کې د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبيح الله انصاري، د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسؤلينو، د ولايت مقام استازي، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر استازي، خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو ګډون کړی وو. 
د غونډې په پیل کې د افغان خبریالانو د مصؤنیت کمېټې مسؤل عبدالسمیع خاوري د رسنیو د تېرې یوې میاشتې ستونزې او لاسته راوړنې د غونډې له ګډون والو سره شریکې کړې او د ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.
ورپسې سیمه ييزو خبريالانو په وار سره خپل نظرونه بیان کړل، اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعيت يې د پخوا په پرتله ښه وباله او د دغه ولايت د سيمه ييزو رسنيو تر منځ يې د لا زياتې همغږۍ غوښتنه وکړه.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبيح الله انصاري د رسنیو مسؤلینو ته د ستونزو د حل په برخه کې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ او له دوی یې وغوښتل چې خپل نشرات د اسلامي او افغاني ارزښتونو په پام کې نیولو سره مخ ته یوسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS