په تخار کې د امارت پېژندنې کتاب د سیالۍ ازموینه تر سره شوه

wali_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۲:۹
په تخار کې د امارت پېژندنې کتاب د سیالۍ ازموینه تر سره شوه

 

تېره ورځ د تخار ولایت په پوهنتون کې د امارت پېژندنې کتاب  سیالي تر سره شوه.
په یاده سیالۍ کې څه باندې ۵۰۰ محصلینو برخه اخیستې وه.
د تخار پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل سيد محمد حسن خليلي په دې اړه وایي: دغه رقابتي ازموينه د هغه تفاهم له مخې چې يوه مياشت مخکې د تخار پوهنتون او د اطلاعاتو او کلتور رياست ترمنځ شوې وه، تر سره شوه.
ښاغلي خلیلي همدا راز وویل: د دې سیالیو د ترسره کولو موخه د اسلامي امارت د حاکم نظام او د نړۍ او سیمې په کچه په مختلفو برخو کې د پروګرامونو په اړه د محصلینو او ځوانانو د تحلیلي ظرفیت او پوهاوي کچه لوړول دي.
د یادونې وړ ده چې د تخار پوهنتون له لوري د یادې سیالۍ لسو غوره زه ده کوونکو ته جوایز هم په نظر کې نیول شوي دي.

۱۴۴۵/۳/۱۶ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۹ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۲۲
Background image

کاپیسا کې د خصوصي ښوونځي نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یو خصوصي ښوونځي زده کوونکي چې د خطاطۍ او نقاشۍ برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي دي وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په دې اړه جوړه. . .

BACK TO NEWS