په باميانو کې د قرآنکريم درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو
تېره ورځ په باميانو ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د قرانکريم درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو، چې پکې په سلګونو ټوکه قرآنکريمونه او بیلا بیل تفسیرونه نندارې ته وړاندې شول.
د یاد نندارتون په پرانیست غونډه کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سيف الرحمن محمدي وويل، چې د یاد نندارتون څخه مو موخه د قرآن عظیم الشان تلاوت او خلکوته د دغه مقدس کتاب په هکله معلومات ورکول دي.
ورپسې د دغه ولایت د امربالمعروف او نهي عن المنکر رياست یو استازي مولوي معراج الدين جامي خبرې وکړې او ویې ويل، د رسول الله ﷺ د اصحابو کرامو يوه ځانګړنه د قرانکريم سره ډيره مينه او ډير تلاوت کول و، مونږ هم باید د اصحابو کرامو نوموړی عمل په ځان تطبيق کړو.
۱۴۴۴/۹/۲۵ هـ ق
۱۴۰۲/۱/۲۷ هـ ش
