په اسلامي ټولنه کې د ځوانانو ځای او اهمیت په اړه یو ورځنی سمینار جوړ شو

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۱:۲۰
rtouner

د دایکندي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د منار کلتوري ادارې په همغږۍ سره په اسلامي ټولنه کې د ځوانانو ځای او اهمیت په اړه یو ورځنی سمینار جوړ شو. 
د دایکندي د اطلاعاتو او کلتور ریاست آمر ضیا محمد هاشمي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د دایکندي د اطلاعاتو او کلتور ریاست همېشه د ځوانانو فکري وده کې هڅې کړې ده؛ ښاغلي هاشمي ځوانان د اسلامي کلتور د تقویې لپاره مهم وبلل او له هغوی یې غوښتنه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت سره همکار پاتې شي.  
همدارنګه د دغه سمینار ګډونوالو د دایکندي د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د دې سمینار د جوړولو په پار مننه وکړه او د نورو دغه ډول پروګرامونو د جوړولو غوښتنه یې وکړه.  
د یادونې وړه ده، چې له دې مخکې هم دغې ادارې له اړونده ادارو سره په همغږۍ او همکارۍ د ځوانانو لپاره د اسلامي کلتور د ودې او تقویې پروګرامونه جوړ کړي وو.

۱۴۴۶/۸/۲۱ هـ. س
۱۴۰۳/۱۲/۲ هـ. ل

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۱۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين بلخ ولايت ته سفر وکړ

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال د پلاوي په ملتیا بلخ ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بلخ ولايت له والي الحاج ملا محمد یوسف وفا او د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۳:۲۱
Background image

د دولتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دولتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو او خبریالانو سره د یوناما ادارې په همکارۍ د همغږۍ غونډه شوه.
د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري سید مصطفی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۲:۱۵
Background image

د ښوونیزو ژمنیو کورسونو څخه لیدنه وشوه

د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملک ‌زاده د دې ریاست د ځوانانو چارو آمر مولانا عبدالمطلب امیري په ملتیا د دغه ریاست د ځانګړو ژمنيو کورسونو څخه ليدنه وکړه چې په حصه. . .

BACK TO NEWS