د دولتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۳:۲۱
cgh

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دولتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو او خبریالانو سره د یوناما ادارې په همکارۍ د همغږۍ غونډه شوه.
د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري سید مصطفی صالح د دقیق، پر وخت او متوازن خبرونو وړاندې کول مهم وګڼل او خبریالان یې د تبلیغاتي جګړې او د پردیو پروپاګند پر وړاندې د هېواد واقعي اتلان یاد کړل.
ښاغلي صالح وویل: افغانستان د نړۍ تر ټولو زیات د تبلیغاتي او نظامي جګړو موخه ګرځېدلی دی او اوس چې د سولې، ورورۍ او برابرۍ فضاء منځته راغلې ده، پردي هڅه کوي چې د خپلو دروغجنو تبلیغاتو سره فضاء ګډوډه کړي او د خلکو افکار خراب کړي؛ همدارنګه یې له خبریالانو وغوښتل، چې په خپلو راپورونو او خبرونو کې د ژورنالیزم اصول، لکه: حقیقت، چټکتیا، بې طرفي او توازن په ټولنیزو او واقعي پېښو کې پام کې ونیسي. 
بامیان کې د یوناما دفتر د مطبوعاتو مسوول جعفر رحیم وویل، چې د مطبوعاتو آزادي، معلوماتو ته لاسرسی، د خبریالانو او دولتي ادارو د مطبوعاتي مسوولینو تر منځ همغږي د قناعت وړ ده او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت حکومت له درېیو کلنو را پدې خوا بامیانو ولایت په رسنیزو چارو کې مثبت بدلونونه راغلي دي.
په پای کې د بامیان ولایت د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسوول سید امین همتا، د موجودو رسنیزو ستونزو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې په بامیانو کې د رسنیو او خبریالانو لپاره هېڅ ډول محدودیت شتون نه لري.

۱۴۴۶/۸/۲۱ هـ. س
۱۴۰۳/۱۲/۲ هـ. ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۵۴
Background image

د اطلاعاتو او کلتور رئيس د خُم‌ زرګر سیمې له مشرانو سره وکتل

د کاپیسا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي کریم‌الله وثیق د حصه اول کوهستان ولسوالۍ اړوند د خُم‌ زرګر سیمې له یو شمېر مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې د تاریخي آثارو د ساتنې او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۹:۲۱
Background image

نورستان کې د سیلانیانو لپاره د جوړیدونکي هوټل له چارو څخه څارنه وشوه

د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سميع الحق حق ‌بیان په مرکز پارون کې د سیلانیانو لپاره د جوړیدونکي هوټل د رغنيزو چارو څارنه وکړه، نوموړي د یاد هوټل چارې وڅارلې او د ساختماني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۰:۳۵
Background image

د اطلاعاتو او کلتور رئیس تورخم کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي چارې وڅېړلې

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح‌الله نوراني د تورخم عمري کمپ ته په سفر کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې او اړوند مدیریت فعالیتونه وڅېړل.
د ارزونې پر مهال د یادې. . .

BACK TO NEWS