د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين بلخ ولايت ته سفر وکړ

panah_admin
جمعه ۱۴۰۳/۱۲/۳ - ۱۱:۱۵
...

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال د پلاوي په ملتیا بلخ ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بلخ ولايت له والي الحاج ملا محمد یوسف وفا او د دې ولايت د‌ اطلاعاتو او کلتور له رئيس مولوي محمدالله ضرار سره وکتل.

په ياده کتنه کي د بلخ ولايت رسنيو پر فعاليتونو، د ولايتي ادارې او د اطلاعاتو او کلتور رياست ترمنځ پر همږغۍ، بلخ ولايت ته د راتلونکو سيلانيانو او دې ته ورته يو شمېر نورو موضوعاتو خبري وشوې.

په پيل کي مولوي قدرت الله جمال خبري وکړې او ويې ويل: بلخ ولايت ته مو د‌ سفر موخه د ولايت مقام او اطلاعاتو او کلتور رياست ترمنځ همږغي، د اطلاعاتو او کلتور رياست د ټولو اداري چارو، وسايلو، امکاناتو، د ياد رياست د کارکوونکو چاري ارزونه، د نژدې څخه ليدنه او د دوی ستونزي اورېدل او ستونزو يې ته رسېدنه ياد کړل.

ښاغلي جمال د خپلو خبرو په دوام وويل: الحمدلله د اسلامي امارت په راتګ سره د اطلاعاتو او کلتور وزارت په عايداتي وزارت بدل شوی دی، افغانستان په هر ولايت کي تاريخي او کلتوري سيمي لري چې د هېواد د داخلي سيلانيانو ترڅنګ يې د‌ خارجي سيلانيانو توجه جلب کړې ده او په دغه ځايونو کې پانګوونه کوي، اسلامي امارت د سيلانيانو لپاره هرډول آسانتياوي رامنځته کړي دي.

ورپسې د بلخ ولايت والي الحاج ملا محمد یوسف وفا ياد پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او ويې ويل: د افغانستان کلتوري او فرهنګي دود د ولايتونو ترمنځ خلکو ته رسول ډېر مهم دي، د‌ دې ولس ذهنيت جوړول، فرهنګي او کلتوري خپروني جوړول، د نظام او اسلامي امارت لاسته راوړني، پرمختګونه او ښېګڼي بايد د رسنيو له لاري تر ولس پوري ورسيږي او ټولو ته د همدې لاري عامه پوهاوي ورکړل شي‌.

ښاغلي وفا صاحب زياته کړه: د بلخ ولايت ټول تاريخي او لرغوني ځايونو تاريخ بايد ژوندی وساتل شي او د دې ولايت تاريخ بايد د کتاب په شکل وليکل شي ځکه د افغانستان پنځه زره کلن تاریخ د همدې بلخ ولايت څخه ياديږي.

الحاج ملا محمد یوسف وفا د ناستي په ورستيو کي راغلي پلاوي ته د ولايتي ادارې په استازيتوب د‌ هرډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

۱۴۰۳/۱۲/۲ ھـ ش

۲۰۲۵/۲/۲۰ زېږديز

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS