پنجشېر کې ځوانانو ته د خوشنويسۍ کورس پيل شو

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۱:۱۴
لبات

د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري ځوانانو ته د خوشنويسۍ کورس د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملکزاده او د اطلاعاتو او ځوانانو چارو آمرينو په حضور کې پرانستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي نصرالله ملکزاده د ياد کورس د پرانستې په مراسمو کې وويل: خوشنويسي د حرفونو د سينګار په معنی نه ده، بلکې حرفونه په خپل ښکلي تخيل سره کښلو ته خوشنويسي وايي، نوموړي زياته کړه؛ اسلامي امارت د ځوانانو له زده کړو څخه ملاتړ ته ژمن دی، چې مونږ هم دې برخه کې مسؤلانه کړنې ترسره کوو.
د ځوانانو چارو آمر مولانا عبدالمطلب اميري وويل: دا کورس د يوې مياشتې لپاره جوړ شوی دی، چې تر دې مهاله پکښې له مرکز بازارک څخه ديرش تنه ځوانان په زده کړو بوخت دي.

۱۴۴۶/۲/۲۸ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۱۱ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

د ګرځندوی، مالي او ادري معین فاریاب او جوزجان ولایتونو ته سفرونه وکړل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال د یوه پلاوي په مشرۍ فاریاب او جوزجان ولایتونو ته سفرونه وکړل.
ښاغلي جمال د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۲۲
Background image

نورستان کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه 

د نورستان اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د عامه کتابتون په انګړ کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو ترڅنګ ګڼ شمېر شاعرانو، فرهنګیانو، لیکوالانو او د شعر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۹
Background image

د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري مرکز لښکرګاه ښار کې د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه.
په دې ستره ادبي او فرهنګي مشاعره کې د هلمند والي مولوي امان الدین منصور، د. . .

BACK TO NEWS