پنجشېر کې د حسن قرائت، نعت او ويناوالۍ سيالي ترسره شوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۵:۳۱
dfghj

د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت د ځوانانو ترمنځ د حسن قرائت، نعت او ويناوالۍ سيالي ترسره کړه.
یادو مراسمو کې د ځوانانو چارو آمر عبدالمطلب امیري، قومي مشرانو، علماوو، او ځوانانو ګډون کړی وو.
د ځوانانو چارو آمر وویل: د اطلاعاتو او کلتور رياست غواړي چې د دا ډول سياليو په ترسره کولو سره د ځوانانو ذهنونه روښانه کړي او د دوی د پرمختګ زمينه برابره کړي، نوموړي ټينګار وکړ، چې اسلامي امارت د ځوانانو پرمختګ ته ژمن دی او دې برخه کې د هېڅ ډول هڅو څخه ډډه نه کوي.
د يادونې وړ ده، چې دې سيالۍ کې د ويناوالۍ په برخه کې ولی الله کريمي، د نعت برخه کې ضیاء الله حبیبي او د حسن قرائت په برخه کې محمد رامش انوري لومړي مقامونه وګټل، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په بېلابېلو ډاليو ونازول شول.

۱۴۴۶/۴/۱۹ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۱ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۷
Background image

هنر

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د هنرستان ریاست اړوند د غلام محمد میمنګي د هنري زده کړو له مرکز څخه ۱۵۵ تنه فارغ شوي دي.
دغه راز په کابل ښار کې ۱۱ او بامیانو کې یو د هنري آثرو نندارتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۲
Background image

عامه کتابتونونه

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د اقتصادي همکاریو(ECO) سازمان اړوند د ډیجیټل کولو، تعلیم او تحقیق کمېټو کې د افغانستان عامه کتابتونونو ریاست غړیتوب ترلاسه کړ.
د تېر لمریز کال په لړ کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۳۱
Background image

تخار کې د کتابونو نندارتون جوړ شو

د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري تلقان ښار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د یو شمېر سیمه‌ییزو مسوولینو، فرهنګیانو، استادانو، زدکړیالانو، ځوانانو او د کتاب مینه‌والو په. . .

BACK TO NEWS