پروان کې ژمني ښوونیز کورسونه پیل شول

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۱۱:۴۰
....

د پروان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز کې څه باندې ١٥٠ تنه زده کونکو ته د رياضي او انګلیسي ژبې  ژمني درې میاشتني ښوونیز کورسونه پیل شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الرحمن صدیقي ټولو ځوانانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د علم پر ارزښت وغږېد او زیاته یې کړه چې د یاد ریاست ټول امکانات او شته وسايل د ځوانانو چوپړ کې دي، ځوانان دې د یادو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې خپلې وړتیاوې لوړې کړي.   
ښاغلي صدیقي زیاته کړه، ځوانان د یوې ټولنې شتمني ده او همدوی دي چې ټولنه کې بدلون راولي، نوموړي د ټولو عصري او دیني علومو زده کړه اړینه وبلله او د یوې ټولنې پرمختګ يې د علم او زده کړو وده او پراختیا پورې تړلی وباله.
د ځوانانو چارو آمر حمدالله دانش د یاد ښوونیز مرکز راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه؛ چې یاد ښوونیز مرکز کې به نزدې راتلونکي کې  د کمپیوتر او خطاطۍ کورسونه هم پیل شي. 
د یادونې وړ ده، چې تر دې دمه له یاد ښوونیز مرکز څخه سلګونه تنه زده کوونکي فارغ شوي دي او لسګونو تنو نورو ته په وړیا ډول پکې د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
۱۴۴۵/۶/۲۰ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۱۲ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

سرپل کې د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې

د سرپل ولایت اړوند د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې، چې ۷۰ متره اوږدوالی او ۲.۵ متره لوړوالی لري، د څه باندې ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د سرپل د اطلاعاتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۱
Background image

فاریاب کې (د اسلامي نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو ریاست له لوري، د یو شمېر سیمه‌ ییزو ادارو د مسؤولینو په شتون کې ۲۵۰ تنو ځوانانو ته (د اسلامي نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

BACK TO NEWS