پروان کې د کتاب لوستلو ستره سيالي تر سره شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۳:۱۹
....


پروان ولایت کې اطلاعاتو او کلتور ریاست او پوهني ریاست په ګډه همکارۍ د امارت پېژندنې، حق المبین او شیطان لښکر تر عنوان لاندې د کتابونو لوستلو ستره سيالي تر سره شوه.
یاده سیالي د پروان ولایت په عیدګاه جومات کې تر سره شوه، چې تر زرو ډېرو کسانو پکې ګډون کړی و.
د پروان ولايت د پوهنې رئيس مفتي محمد حسن حقاني د نوماندانو له مطالعې سره د لېوالتيا څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: دغه ازموينه ستاسو د استعدادونو د ودې او ستاسو د پټو استعدادونو د پياوړتيا په موخه جوړه شوې ده او تاسو  کولای شئ له دې لارې ديني پوهاوى ترلاسه کړئ.
په ورته وخت کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الرحمن صدیقي وویل: د کتاب لوستلو دغه سیالي چې د سیدخېلو، بګرام، جبل السراج د ځوانانو ترمنځ جوړه شوې وه. موخه یې ځوانانو او زده کوونکو ته عامه پوهاوی دی.
ښاغلي صديقي زياته کړه، چې په دې سياليو کې به لس تنه غوره ګټونکي اعلان شي او په جايزو سره به وستایل شی.


۱۴۴۵/۴/۲۲ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۱۵ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS