هلمند کې له ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۳:۴۶
..

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د مرکز لښکرګاه کلتوري مرکز کي له ګڼ شمېر ځوانانو او قلموالو سره د همږغۍ غونډه تر سره سوه.
په پیل کي د اطلاعاتو آمر مولوي شیرمحمد وحدت ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په خپلو خبرو کې وویل: قلمواله مبارزه یو خورا دروند نوم دی او هر چا ته دا نوم نه ورکول کیږي، تر څو په تمامه معنی د اطاعت، نرمې ژبې، قوي استدلال، حسن باور، د خپل لیدلوري پېژندل، له تعصب څخه ځان ساتلو او له مسایلو سره احساساتي نه بلکي منطقي برخورد کولو فکر ونه لري، باید ټول ځوانان او قلموال په پوره اخلاص او خپلو منځونو کي د قوي همږغۍ له مخي کار وکړي، تر څو مو په بشپړه توګه د اسلامي نظام او ملت خدمت تر سره کړی وي.
د ځوانانو چارو آمر مولوي حیات الله یوسف وویل: د نننۍ غونډې څخه موخه د هلمندي ځوانانو او قلموالو ځوانانو ستاینه او تشویق دی، تر څو دوی لا په شوق سره خپل مسؤلیت ادا کړي، د ځوانانو چارو امریت همېشه هڅه کوي، چې ټولو ځوانانو ته ورته غونډې جوړې کړي، تر څو د ځوانانو سره په همږغۍ پرمختګ وکړو.
د غونډې په وروستیو کي د هلمند ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس حافظ عبدالباري راشد له لوري مسؤلینو، ځوانانو او قلموالو ته ستاینلیکونه او د هلمندۍ رخام ډبرې څخه جوړې شوې ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۴۶/۲/۲۲ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۵ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو

شنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده الحرم ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د سیاحتي، زیارتي،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

د ګرځندوی، مالي او ادري معین فاریاب او جوزجان ولایتونو ته سفرونه وکړل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال د یوه پلاوي په مشرۍ فاریاب او جوزجان ولایتونو ته سفرونه وکړل.
ښاغلي جمال د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۲۲
Background image

نورستان کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه 

د نورستان اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د عامه کتابتون په انګړ کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو ترڅنګ ګڼ شمېر شاعرانو، فرهنګیانو، لیکوالانو او د شعر. . .

BACK TO NEWS