هلمند ولايت کې له رسنيو څارنه دوام لري
يکشنبه(۲۶ د شوال المکرم ۱۴۴۵ )د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو آمر مولوي شیر محمد وحدت له (تعلیم الاسلام راډیو) څخه لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو آمر مولوي شېرمحمد وحدت وویل: له څارنې څخه مو موخه د یاد ولایت د رسنیو د خپرونو، مهالوېش، د تخنیکي او اداري برخو لیدل او د مسؤلینو او کارکوونکو سره د خپرونو پر منځپانګو او هغو موادو چې دوی یې نشروي بحث کول دي.
ښاغلي وحدت زیاته کړه؛ له ټولو رسنیو سره پوره همکاري کوو، ترڅو رسنۍ خپل مسؤلیت په ښه ډول سره ادا کړي، نوموړي د رسنیو له مسؤلینو او کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه؛ چې باید د اسلامي اصولو په چوکاټ کې خپروني مخته یوسي.
د تعلیم الاسلام راډیو مسؤل مولوي محمد نبي حماد د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلينو څخه مننه وکړه، چې د رسنیو د حال څخه ځان خبروي.
ښاغلي حماد وویل: ټولي خپروني يې د اسلامي اصولو، ارزښتونو او افغاني کلتور په رڼا کي په منظم ډول د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هدایت سره سم مخته روانې دي.
۲۰۲۴/۵/۵ ميلادي
۱۴۰۳/۲/۱۶ ھ ش