پکتیا کې د "امارت پېژندنې" سیالۍ ازموینه واخيستل شوه

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۹:۱۰
....

شنبه (۹ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ، پوهنې او پکتیا پوهنتون ریاستونو په ګډې همغږۍ د ولایت په کچه د ۳۰۰۰ کسانو څخه د "امارت پېژندنې" سیالۍ ازموینه واخیستل شوه.

 د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلام یار وايي:  د "امارت پېژندنې" سیالۍ ازموینه د ولایت په کچه مرکز ګردېز او بېلابېلو ځایونو کې واخیستل شوه، چې پکښې د ټول ولایت په کچه تر ۳۰۰۰ پورې، د دیني مدارسو، ښوونځیو او پوهنتون زده کړیالانو پکې برخه اخیستې وه.

د سیالۍ ګډونوالو وويل: دا ډول سیالۍ د زده کوونکو ترمنځ د سالم رقابت لپاره مهمې دي او د نورو سیالیو جوړېدو غوښتنه کوي. د یادې سیالۍ یو تن ګډونوال جاوید احمد وویل:
دا سیالي د زده کوونکو لپاره ډیره مهمه وه، زده کوونکو د اسلامي امارت عمومي اهداف وپېژندل او پرې پوه شول، ډیر زیات خوشحال یو، چې "امارت پېژندنې" کتاب کې راڅخه ازموینه واخیستل شوه، د دا ډول نورو سیاليو د جوړيدو غوښتونکي يو.

مسؤلین وايي:  له دې وړاندې يې هم په دغه ولایت کې بېلابېلې سیالۍ د ځوانانو ترمنځ جوړې کړي او په راتلوونکي کې پلان لري، چې نبوي سیرت، د اسلام تاریخ، د ځوانانو فکري روزنې او عصري علومو په برخو کې سیالۍ جوړې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې سیالۍ پایلې به راتلوونکې یکشنبه، د جوزا په ۷ نېټه اعلان او پنځو تنو غوره ګډونوالو ته به ډالۍ ورکړل شي.


۱۴۰۳/۲/۲۹ ھ ل
۲۰۲۴/۵/۱۸ ميلادي
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۶ - ۱۶:۰
Background image

بغلان کې له خبریالانو سره د کاري چارو د ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

پنجشنبه( ۶ د ذوالحجې ۱۴۴۵) د بغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري خبریالانو سره  د کاري چارو د ښه والي په موخه ګډه ناسته ترسره شوه، تر څو د اختر په شپو او ورځو کې رسنۍ لا ښې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۶ - ۱۵:۵۳
Background image

پکتیا کې د رسنیو استازو او خبریالانو سره ناسته وشوه

پنجشنبه (۶ د ذوالحجې ۱۴۴۵) پکتیا ولايت کې لوی اختر ته د تیاري، د ا.ا.ا د زعیم امیرالمؤمنین حفظه الله اختریز پیغام نشرولو، د ګټورو او غوره پروګرامونو جوړولو او د اختر په شپو او ورځو کې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۶ - ۱۵:۴۳
Background image

په ټولو ولايتونو کې د امير المومنين حفظه الله د اختريز پيغام زرګونه نسخې وويشل شوې

شنبه (۸ د ذوالحجې ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو له لوري په ټولو ولايتونو کې د امير المومنين حفظه الله د اختريز پيغام زرګونه نسخې وويشل شوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو مسوولين. . .

BACK TO NEWS