هرات کې د ورزشي خبريالانو نړيواله ورځ ولمانځل شوه

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۶:۴۸
..

سه‌شنبه (۲۵ د ذوالحجې ۱۴۴۵) هرات ولایت کې د جولای دوهمه نېټه چې د ورزشي خبريالانو د نړيوالې ورځې سره برابره ده، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ورزشي خبريالانو ته د ستاينليکونو او ډاليو په ورکولو سره ولمانځل شوه.
د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر فريد احمد ایوبي په خپلو خبرو کې ورزشي خبريالي مهمه وبلله او ويې ويل: د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين هڅې کوي، تر څو د رسنيو او خبريالانو ستونزې په بشپړ ډول له منځه يوسي.
د هرات د رسنيو څخه د څارنې او ملاتړ کميټې غړي شميل احمد مشعل دې ولايت کې د ورزش د پرمختګ په برخه کې د ورزشي خبريالانو فعاليتونه مهم وبلل او زياته يې کړه؛ د رسنيو د څارنې او ملاتړ کميټه هڅه کوي، تر څو ورزشي اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د اسانتياو رامنځته کولو ترڅنګ خبريالانو ته د ظرفيت لوړونې سمينارونه هم جوړ کړي.

۱۴۰۳/۴/۱۳ ھ ش 
۲۰۲۴/۷/۳ ميلادي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS