هارون حکيمي: د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رييسان دې د فرهنګي چارو د ښه والي لپاره هڅې وکړي

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۰ - ۱۶:۵
هارون حکيمي: د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رييسان دې د فرهنګي چارو د ښه والي لپاره هڅې وکړي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين هارون حکيمي نن د ويډيو کنفرانس له لارې د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ د رييسانو پروګرامونه، ستونزې او اړتياوې واورېدې.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ستر حقوقي سلاکار دلاور نذيرزوى هم حاضر و؛ د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رييسانو د خپلو اړوندو ادارو پروګرامونه، ستونزې او اړتياوې د فرهنګ او هنر له معين سره شريکې کړې.
هغوى په وار سره خپلو خبرو کې د لازمو تجهيزاتو او امکاناتو او د تشکيل او بودجې کمښت، د خطر په حال کې تاريخي آبداتو د ترميم او مرمت کولو په برخه کې د تخصيص او بودجې کمښت، په يوشمېر ولايتونو کې د موزيمو او کتابتونونو د ودانيو د جوړولو او د فرهنګي پروګرامونو په جوړولو کې د مالي ملاتړ نشتوالی د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو مهمې ستونزې یادې کړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين، د اطلاعاتو او فرهنګ د رياستونو د ستونزو د لرې کولو ډاډ ورکړ او څرګنده يې کړه چې فرهنګي کارونه زياتره انګيزې او فرهنګ ته په مينې پورې تړاو لري.
هغه د هېواد د جمهور رييس محمد اشرف غني د لارښوونو په رڼا کې تاريخي آبداتو او فرهنګي ميراثونو ته د پاملرنې او د فرهنګي برخو د لازمې څېړنې او ښه مديريت په موخه د خپلو پروګرامونو په اړوند څرګندونې وکړې.
هارون حکيمي دغه راز د هېواد له جمهور رييس سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه پلاوي د وروستۍ کتنې او دغه راز د فرهنګي چارو د ښه والي په اړوند د جمهور رييس د لارښوونو په اړه د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رييسانو ته معلومات ورکړل او له فرهنګي پروګرامونو څخه د جمهور رييس د ملاتړ ډاډ ورکړ.
دغه راز د فرهنګ او هنر معين د جمهوريت د ارزښتونو پر ملاتړ، د سولې لپاره پر ذهنيت جوړولو، د تاريخي آبداتو او فرهنګي ميراثونو په ساتنه کې د مسووليت منلو په خاطر خلکو ته پر روحيې ورکولو او د هېواد دودونو او فرهنګي لاسته راوړنو ته پر پاملرنې ټينګار وکړ.
هغه د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ له رييسانو څخه وغوښتل چې د بېلابېلو فرهنګي برخو د حالت د ښه والي په خاطر په انګيزې او فرهنګ ته په مينې سره هلې ځلې وکړي.

کابل/ د غبرګولي ١٠ مه/ باختر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS