نیمروز کې د ناسمو رواجونو د مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي سمینار ترسره شو

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۴۲
....

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۶/۹/۱۴۴۶ نیټې د (۱۷ مې) ګڼې فرمان چې د خیښۍ، ودونو، مصیبتونو او د حج او عمرې څخه د راستنیدو پرمهال د ناسمو دودونو د مخنیوي په تړاو صادر شوی دی، د بېلابېلو اړخونو په اړه يې د پوهاوي لوړولو لپاره علمي سمینار د علماي کرامو، قومي مشرانو،  ګذر وکیلانو، د یاد ولایت د امارتي ادارو رئيسانو او ځوانانو په ګډون ترسره شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب ‌الله الهام د سمینار موخه د امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د فرمان په اړه د عامه پوهاوي لوړول او د شریعت خلاف د ډیرو لګښتونو او دودونو مخنیوی ياد کړل.
همداراز د نیمروز د لوړو زده کړو مؤسسې استاد او د سمینار وړاندې کوونکی مولوي امان الله امیني د مقدس شریعت په رڼا کې په ځینو مراسمو کې د ناسمو دودونو او کړنو په ځانګړي توګه د حج څخه د راستنېدو په وخت کې د بي ځایه زیاتو لګښتونو اړوند د یاد فرمان د ارزښت او اغیزمنتوب په اړه معلومات وړاندې کړل.

۱۴۴۶/۱۲/۲۱ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۴۰
Background image

د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې مسئولینو خپلې غوښتنې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معین سره شریکې کړې

د افغانستان د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې د رئیس محمد ګلاب سلطان زوی په مشرۍ د دغې اتحادیې مسئولینو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۰
Background image

ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ښوونيز مرکز کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندي شو.
د ځوانانو چارو امر وويل: اسلامي اُمت سلګونه کلونه د نړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۲
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو په کابل ښار کې د لوحو. . .

BACK TO NEWS